۸۳ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۶ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ۱۷ داعشیانو په ګډون ۸۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۲ تنه ټپیان شوي دي.

کنر- چپه دره، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۷ تنه داعشیان وژل شوي او د دښمن ۵ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

غزنی- ده یک، خواجه عمریو ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې د هوايي برید او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۶ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- کرزیوان ولسوالۍ د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نهر سراج او ګرشک ولسوالیو کې د هوایي برید او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، د دښمن یو پټنځای، ۳ موټرسایکل له منځه وړل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۹ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

بدخشان- جرم او بهارک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- شهید حساس ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

زابل- شاه جوی او ارغنداب ولسوالیو کې د ځوابي ډزو او هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

فراه- بالابلوک ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هرات- اردسکن ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.