۱۰۲ تنه سرتیري د سیمه ییز پوځ د ښوونیزې دورې څخه فارغ شول!
د کندهار ولایت د زېړۍ، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو د امنیت لپاره د ۲۰۵ اتل قول اردو د ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې د سیمه ییز پوځ ۱۰۲ تنه سر تیري فارغ او د ټینګ امنیت په موخه په یادو ولسوالیو کې د پوځ په لیکو کې ځای پر ځای شول.
د سیمه ییز پوځ دغو سر تیرو هوډ کړی، چې د خلکو د دفاع په لار کې هر ډول قربانیو ته چمتو دي او هېڅ ترهګر به پرې نږدي، چې د اړونده سیمو خلکو ته زیان ورسوي.
یاده د وي، چې د افغان ملي پوځ سره د هېواد د ځوانانو مينه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده، چې له مخې یې ځوانانو په ډله ییزه توګه پوځي زده کړو ته مخه کړې ده.