په هلمند ولایت کې امنیتي وضعیت به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي!
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد: « د طالبانو هدف دا وو چې لښکرګاه ښار ونیسي، الحمدالله چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په اتلولۍ او د هلمند د خلکو په همکارۍ د طالبانو دغه پلان خنثی شو.
ټول ځمکني او هوایي ځواکونه له هلمند څخه د دفاع لپاره چمتو دی او ډېر ژر به د لښکرګاه ښار شاوخوا سیمې د طالبانو له شتونه پاک شي.