په هرات ولایت کې اړمنو کورنیو سره د ملي اردو بشردوستانه مرسته

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۲۲:۵۴
په هرات ولایت کې اړمنو دکورنیو سره د ملي اردو بشردوستانه مرسته

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ اړوندو ځواکونو په هرات ولایت کُهسان ولسوالۍ کې د ۵۲ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغو اړمنو کورنیو سره۲۱۳۲ کیلو ګرامه ارتزاقي مواد، چې هغه کې وریجې،غوړي، بوره او  چای مرسته وشوه، په بیلابیلو کڅوړو کې مستحقو کورنیو ته د ملي اردو منسوبینو له لوري ورکړل شول. 

یادې ولسوالۍ اوسیدونکو  دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه  د ملي اردو ځواکونو د کړنو او همکاریو قدرداني وکړه او خپل ملاتړ یې دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه اعلان کړل.

افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه ترهګرو سره د مبارزې په څنګ کې، هېوادوالو ته د بشردوستانه مرستو زمینه هم برابروي او د خلکو سره مرسته کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته