په ملي دفاع وزارت کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۵:۳۷
په ملي دفاع وزارت کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

د ښځو نړیواله ورځ د شانداره مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا "غني"، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود «میاخیل»، د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود "اندرابي" د نړیوالو همکارانو او د ملي دفاع وزارت د جنرالانو او افسرانو په ګډون ترسره شوه. 

په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ میرمنې وویل، په بیلابیلو برخو کې د ښځو کړنې او لاسته راوړنې مهم او ارزښتناکه وګڼل کیږي، او زیاته يې کړه:« په پریکړو کې د ښځو اندونه او نظریات مهم دي، په دې توګه دوی کولی شي په ټولنه کې یو موثره نمونه دي».

همداراز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د ښځو له پراخې ونډې اخیستنې څخه قدرانی وکړ او زیاته يې کړه:« د ملي دفاع وزارت ښځینه منسوبینو ته د امکاناتو او اسانتیاوو په برابرولو سره په دې وزارت کې د ښځو له پاره مثبت بدلون را منځته کړی دی.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست زیاته کړه: "نن ورځ ، په ملي  دفاع وزارت کې ښځینه منسوبینې د مشرتابه تر کچې پورې په مهمو دندو ګمارل شوي دي."

له بلې خوا، د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود "اندرابي" د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ښځینه منسوبینو لپاره د کار خوندي چاپیریال رامنځته کولو لپاره د نړیوالو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او وویل: د ښځو لپاره د ښې کاري فضآ د رامنځته کېدو او همداراز د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د ښځینه شهیدانو د کورنیو لاس نیوي په برخه کې لازم ګامونه اخیستل شوي دي.

همداراز د مارچ د اتمې په ویاړ د ملي دفاع وزارت د ښځینه منسوبینو لپاره ورزشي تالار چې د وزارت په قرارګاه کې په معیاري توګه جوړ شوی دی، د هېواد د لومړۍ مېرمنې او د وزارت د مشرتابه په شتون کې پرانیستل شو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته