په قندهار کې ۳۲۶ برید ملان او سرتېري فارغ شول!

د ۲۰۵ اتل قول اردو د ۳۲۶ تنو برید ملانو او سرتېرو د فراغت مراسم د یادې قول اردو د چارواکو په شتون کې تر سره شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو د دې منسوبینو ستایینه وکړه او ويې ویل، پر تاسو ټول ویاړو، چې د ملي اردو لباس مو اغوستی دی او د خلکو څخه ساتنه کوئ.
فارغ شوو سرتېرو ژمنه وکړه، چې د خلکو د مال او ځان خوندیتوب او تروریزم سره په مبارزه کې به له هیڅ ډول کوښښ او هڅې څخه ډډه نه کوو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به مبارزه کوو.
ټاکل شوې چې یاد فارغ شوي سرتېري به د هېواد په سویلي ولایتونو کې ځای پر ځای شي.