هلمند ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست سفر

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۲۲:۹
سفر سرپرست وزارت دفاع ملی‌ به ولایت هلمند

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو له سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال اسکاټ میلر سره، د ټاکنو په ورځ د امنیتي تدابیرو او د عمومي وضعیت د څېړنې په موخه نن هلمند ولایت ته سفر وکړ.

د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران او د ناټو عمومي قوماندان، په دې سفر کې ددغه ولایت له والي او سلاکارو امنیتي چارواکو سره ولیدل او په هلمند کې د ټاکنو په ورځ د امنيتي تدابیرو او د وضعیت د ښه والي په موخه لازم هدایات صادر کړل.

همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست ددغه سفر په ترڅ کې، په ولسي جرګه کې د هلمند د باعزته خلکو له استازي محترم غلام ولي افغان څخه چې تیره ورځ په یوې چاودنې کې ټپي شو، عیادت وکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته