هلمند باندې د طالب ترهګرو برید ناسمه محاسبه وه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۲۱:۲۸
هلمند باندې د طالب ترهګرو برید ناسمه محاسبه وه

نن ورځ د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء د ۲۱۵ میوند قول اردو له رهبرۍ او منصوبینو سره ولیدل.

په لومړي سر کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال سید سمیع سادات په هلمند ولایت د دښمن وروستیو بریدونو او ترهګرو ته د تلفات اوښتو په تړاو مفصل راپور وړاندې کړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز  په لښکرګاه او د یاد ولایت اړوند نورو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځوکونو پر وړاندې د طالب ترهګرو بریدونه او ماتې په اړه د دغه قول اردو رهبرۍ او ټولو منصوبینو ته مبارکي ورکړه.

ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په خپلو کې وویل: «طالب ترهګرو د ناسمې په اساس پر هلمند برید وکړ، هغوې د افغان ځواکونو د رهبرۍ، امکاناتو او چمتوالي خبر نه درلود او د هغوې همدغه ناسمه محاسبه وه، چې ورته درانه تلفات واوښتل».

په اخیر کې د وسلوال پوځ لوي درستیز د وسلوالو ځواکونو اعلی سر قوماندان پیغام سره، د  ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ته د تورنجنرالۍ فوق العاده رتبه تفویض کړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته