ننګرهار کې ۴۳۵ تنه له سیمه اییزې اردو فارغ شول

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په ښوونیز مرکز کې د ننګرهار ولایت د کوټ، دوربابا او اچین ولسواليو د درې ټولیو ۴۳۵ تنه له سیمه اییزو پولیسو څخه د سيمه ييزې اردو په تشکیل کې جذب شوي وو، تر دوه مياشتو نظري اوعملي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او د امنیت تامینولو په موخه یادو سیمو ته واستول شول.
همدا شان دیني عالم مولوي عبدالعزیز خیرخواه وویل:” داسلام مبارک دین د مسلمان او کلیمې (طیبې) ويونکي وژل حرام ګرځولي دي".
د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالجبار وفا وویل، دغه منسوبين د محلي پولیسو له تشکیل څخه سیمه اییزي اردو ته جذب شوي او د دوه میاشتو په موده کی مسلکي، عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي دي، چې نن رسما فارغ او خپلو دندو ته به واستول شي.
همدا راز د یادې د قول اردو قوماندان له فارغانو وغوښتل چی د پوځي اصولو او قوانیو په رڼا کې خپلې چارې مخ ته یوسي او هر هغه څوک چې ددې نظام پر وړاندې خنډ جوړوي ويې نیسئ او د قانون منګولو ته یې وسپارئ.
نوموړي ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ملي اردو ستاسې رښتیني بچیان دي او په پوره توګه به له خپلی خاورې او شریفو خلکو څخه په کلکه دفاع وکړي.