ملي دفاع وزارت پلاوي د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت له مرستیال سره په کابل کې ولیدل

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۹:۱۲
ملي دفاع وزارت پلاوي د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت له مرستیال سره په کابل کې ولیدل

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ارکان رييس مولوي شبير احمد په مشرۍ، نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت پلاوي، د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت له مرستیال سيد حسن «مرتضوي» سره په کابل کې د هرات ولايت سرحد اسلام قلعه اړوند «دوغارون» سيمې د وروستيو پېښو په تړاو خبرې وکړي.

په دې ليدنه کې، دواړو خواوو په سرحدي سيمو کې د دوه اسلامي ګاونډي هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا او اختلاف د دښمن په ګټه وبلل او ټينګار يې وکړ، چې دغه اختلافات بايد د مذاکراتو له لارې حل شي.

دواړو اړخونو د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو په ساتلو ټینګار وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې په راتلونکي کې به د دغسې پېښو چې د اختلافات سبب ګرځي مخه نيسو.

له بلې خوا دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د سرحدي سيمو د لاښه امنيت د ټينګښت په موخه په نږدې ورځو کې ګډې ناستې ترسره کوي.

او همداراز د وړوکي اختر وروسته به په تهران يا کابل کې همداسې غونډې ترسره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته