ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل" د استرالیا شارژدافیر"وابنهورست" او ډګروال "دررن مور" د دغه هېواد پوځي اتشې سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۸:۰
 ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل" د استرالیا شارژدافیر"وابنهورست" او ډګروال "دررن مور" د دغه هېواد پوځي اتشې سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل

د استرالیا شارژدافیر افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ، او دغه هېواد کې د تل پاتې سولې او ټیکاو غوښتنه وکړه او د ترهګرۍ پر وړاندې د دفاعي او امنیتي ځواکونو مبارزې او لاسته راونو باندې خوښي څرګنده کړه.

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل"د افغانستان له خلکو, دفاعي او امنیتي ځواکو سره د استرلیا هېواد له هر اړخیزو مرستو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړ، او وویل: د تېرو وختونو سربېره اوس مهال د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو وړتیا او ظرفیت لوړ شوی دی, د خلکو د مال او ځان ساتنې له پاره په هر حالت کې پوره چمتووالی لري.

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د افغانستان او استرالیا هېواد د پراخو اړیکو د پیاوړتیا ټينګار وکړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته