د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۵۰ سرتيري فارغ شول
نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ميدان وردګو ولايت کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند څلورمې لوا څخه ۵۰ تنه سرتيري د پوځي او عقيدتي زده کړو وروسته فارغ شول.
د فراغت دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان مرستیال، درستيزوال او د سيمه ييزو مسوولينو په شتون کې سرتيرو د وړتياوو په ښودلو سره تر سره کړل.