د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه د اسلامي امارت ۴۲۰ سرتیري فارغ شول
دغه سرتيري د پرمختللو پوځي زده کړو د ترلاسه کولو وروسته په کندز ولايت کې له ٢١٧ عمري قول اردو څخه فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو ته د ورکړل شوو دندو په موخه واستول شول.
فارغانو ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به د اسلامي ارزښتونو په رعایت سره د ګرانو هېوادوالو خدمت کوي.