د ۲۰۹ الفتح قول اردو چارواکو د ترکمنستان له پلاوي سره په اقينه بندر کې وليدل
د هېواد په شمالي زون کې د اسلامي امارت سرحدي چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره د سرحدي مسايلو په همکارۍ او لا همغږۍ په اقينه بندر کې وليدل.
د اسلامي امارت له لوري د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لوا قوماندان مولوي منصور «جاويد» او د ترکمنستان له لوري د ياد هېواد د سرحداتو وزارت مرستيال غلام حضرت د پلاوي مشري په غاړه لرله.
همدا راز دواړو خواوو په راتلونکي کې په دوستانه اړيکو او همکارۍ ټينګار وکړ.