د ۲۰۳ منصوري قول اردو منسوبینو په فراغت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ګډون وکړ
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دریمې لوا د ۳۴ تنه منسوبینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد» او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
تیره ورځ دغه مجاهدین د توپچي او درنو وسلو په برخه کې له پوځي او مسلکي زده کړو وروسته، فارغ شول.
دغو فارغینو ډاډ ورکړ، چې د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع او د خلکو په خدمت کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.