د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې ۲۳ نیټه خبرتیا

s.mohmand

د مارشال" فهیم" د ملي دفاع پوهنتون د افسرانو اکادمۍ خپلې نولسمې تعلیمي دورې لپاره محصلین مني.

د ملي دفاع وزارت ټولو  هغو نارینه او ښځینه ځوانانو ته چې د ملي اردو د افسرانو په اکادمۍ کې د شمولیت غوښتنه لري خبر ورکوي چې د نوم لیکنې په موخه د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب  قوماندانیو ته ور شي .

د شمولیت شرطونه:

۱- د افغانستان د تذکرې در لودونکي وي .

۲- د کاندیدې عمر د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې وي.

۳- د دولسم ، څوارلسم او یا لسانس سند درلودونکي وي.

۴-  د پوره روغتیا څخه برخمن وي او په مخدره توکو معتاد نه وي.

۵-  دپوهنتونونو او ملي انستیتوتونوفارغانو ته لومړیتوب ورکول کیږي .

۶- د ښځینه کاندیدانو لپاره د کورنۍموافقه شرط دی.

۷- د دولسمو ټولګیو فارغانو د نمراتو اوسط د ۷۵ فیصدو نه کم نه وي

یادونه : ټول محصلین ( نارینه او ښځینه) د تحصیل په موده کې د لیلې په شکل دي او ټول ضرورت وړ تسهیلات د اسلامي او افغاني دود او  فرهنګ په چوکاټ کې دوي ته په پام کې نیول شوي دي.  د تحصیل په دوران کې مدد معاش هم ورکول کیږي .

د نوم لیکنې لړۍ د ۱۳۹۸ کال د تلې( میزان) ۲۵ نیتې څخه د هیواد د جلب او جذب په ټولو قوماندانیو کې پیل او د آزموینې نیټه د جلب او جذب قوماندانیو لخوا داوطلبانو ته ویل کیږي.

د لاډیرو معلوماتو لپاره د جلب او جذب قوماندانۍ سره  په دغي شمیرو اړیکه نیولی شی :

۰۷۲۹۴۷۰۴۶۰- ۰۷۹۹۶۱۲۷۵۷- ۰۷۹۶۵۱۰۵۰۱

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د مارشال محمد قسیم (فهیم) ملی دفاعي پوهنتون خبرتیا

د دولسمو ټولګیو (1397) کال فارغین او د (1398) کال شامیلونو ته، که هغه نارینه وي یا ښځینه او د شرایطو...

چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۴:۵۱
Background image

خبرتیا د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې ۲۴ مه نیټه

د ملي دفاع وزارت د کادري افسرانو د جلب او جذب په موخه د دولتي...

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې ۲۳ نیټه خبرتیا

د مارشال" فهیم" د ملي دفاع پوهنتون د افسرانو اکادمۍ خپلې نولسمې تعلیمي دورې لپاره...

Back to announcements