د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۲۱:۵۰
د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند په جلب او جذب قوماندانۍ کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابیلو ولسوالیو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته په فوق العاده توګ جذب شول.

د دغو ځوانانو د بایمتریک او نورو اسنادو پروسې له تکمیل وروسته چې د جلب او جذب په قوماندانۍ کې تر سره شول، د مسلکي زده کړو لپاره د حضرت عبدالله بن مسعود رض جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ته معرفي شول.

دغو ځوانانو ته د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې وویل: کوم څوک چې په ټولنه کې د ظالم په وړاندې ودریږي هغه د ټولنې اتلان یادیږي، هغه څوک چې په هیواد کې د ژبې قوم او سمت په نامه اختلافات رامنځ ته کوي د هغوی لاسو لنډ کړئ؛ تاسو د یوې ازادې ملي اسلامي اردو سربازان یاست دا اردو په کامل ډول خپلواکه ده دلته هیڅ بهرنی تبعه وجود نلري.

همدا راز زیاته یې کړه: اې ځوانانو تاسې په ټولنه کې یو لوړ مقام لرئ، تاسو به د اسلامي نظام او خاورې څخه دفاع او ساتنه کوئ، تاسو چې د ملي اسلامي اردو په لیکو جذب شوی یاست د اسلامي نظام، ملي ارزښتونو او هیواد ساتنې لپاره جذب شوي یاست.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یادو ولایتونو څخه په سلګونه تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته