د ٢١٧ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٥٠ تنه د ملي اسلامي اردو منسوبین د وسلوال پوځ لوی درستیز په حضور کې فارغ شول
د ٢١٧ عمري قول اردو له قطعاتو او جزوتامونو له پنځمې دورې څخه ٥٥٠ تنه منسوبین له دریو میاشتو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ ستردرستیز قاري محمد فصیح الدین"فطرت" د ٢١٧ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الله"منصور" ملي دفاع وزارت د پلاوي مشر تاج محمد"رهبر" او یو شمیر دولتي مسؤلینو علماء کرامو قومي مخورو په شتون کې فارغ شول.
د وسلوال پوځ ستردرستيز د ملي اسلامي اردو د فعالیتونو او لاسته راوړونو او د ځمکنی بشپړتیا د ساتنې یادونه وکړه او ویې ویل: دفاعي ځواکونو چې کوم تعهد د اسلامي نظام او خلکو سره کړی وو، موږ او ملت ته یې امید راکړ.
په دغه مراسمو کې یو شمیر نورو مسؤلینو هم فارغانو ویناوې لازمې سپارښتنې او توصیې وکړې.