د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا کندهار ته ولاړ
د وسلوال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین جنرال عبدالصبور قانع د هلمند ولایت څخه قندهار ولایت ولاړل, د قندهار ولایت له والي حیات الله حیات او امنیه قوماندان سره یې د لیدلو پر مهال د یاد ولایت د امنیتي پلان په باره کې بحث او خبرې وکړې.
تر دې وروسته لوی درستیز د قندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د سرتیرو سره یې له نږدې ولیدل او د یادې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت ارزونه یې وکړه.