د وسلوال پوځ لوي درستیز تخار ته ولاړ

ستر جنرال محمد یاسین ضیا د وسلوال پوځ لوي درستیز او د کورنیو چارو ارشد امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع تیره شپه د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه تخار ولایت ته ولاړل.
د وسلوال پوځ لوي درستیز او ارشد امنیتي معین د تخار ولایت لوړ پوړو چارواکو سره د یاد ولایت د امنیتي پلان په رابطه بحث او خبرې وکړي.
ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پوستې ارزیابي کړي او سرتیرو سره یې له نږدې وکتل.