د وسله وال پوځ لوی درستیز په کندز ولایت کې د تازه امنیتي پلانونو د عملي کېدو هدایت ورکړ

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۷
د وسله وال پوځ لوی درستیز په کندز ولایت کې د تازه امنیتي پلانونو د عملي کېدو هدایت ورکړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، د کندز ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د تازه عملیاتي پلانونو د څېړنې په موخه دغه ولایت ته ولاړ.

 د وسله وال پوځ لوی درستیز، د ۲۱۷ پامیر قول اردو له قوماندان، د ستر درستیز د ارکان رییس او د قول اردو د جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې، تازه امنیتي پلانونه وړاندې شول او د وسله وال پوځ لوی درستیز هدایت ورکړ څو د کندز ولایت د لا ښه امنیت د ټینګښت او د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د ۲۱۷ قول اردو قوماندان برید جنرال یزداني، په کندز ولایت کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو او لاسته راوړنو راپور ورکړ او وې ویل چې د هرې ورځې په تېریدو سره وضعیت ښه کېږي. 

د وسله وال پوځ لوی درستیز د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لاسته راوړنو او هڅو ستاینه وکړه او د قول اردو مسوولانو ته هدایت وکړ څو د سرتیرو د ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته