د وسله وال پوځ لوی درستیز د نویو امنیتي پلانونو د تطبیق په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ
د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال محمد ولي"احمدزی"او د کورنیوچارو وزارت سرپرست عبدالستار"میرزکوال" نن له غرمې مخکې د نوي امنیتي پلانونو او امنیتي وضعیت څېړنې او ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت څېړنې سربېره له والي د امنیتي او ملکي مسولینو سره د تازه امنیتي پلانونو په تړاو بحث او لازم هدایات یې صادر کړل.