د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په تخار ولایت کې د جزوتامونو تر کتنې وروسته بدخشان ته ولاړ او د ۲۱۹ عمرثالث فرقې څخه یې لیدنه وکړه 

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۸:۳۱
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په تخار ولایت کې د جزوتامونو تر کتنې وروسته بدخشان ته ولاړ او د ۲۱۹ عمرثالث فرقې څخه یې لیدنه وکړه 

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال او شمال شرق زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار ولایت دوهم ، دریم، پینځم،شپږم سرحدي کنډکونو څخه چې په ینګي قلعه، چاه اب، خواجه بهاالدین او دشت قلعه ولسوالیو کې پراته دي تر کتنې وروسته بدخشان ولایت ته ولاړ او هلته یې د ۲۱۹ عمرثالث فرقې څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې لوی درستیز د یادې فرقې له مسوولینو سره د سرحدي ځواکونو د پیاوړتیا، امنیت، د ملت او دولت ترمنځ د ښو اړیکو په ټینګښت، د مجاهدینو په مسلکي کولو او د ملي اسلامي اردو د پیاوړتیا په موخه خبرې وکړې.

د وسله وال پوځ لوی درستیز له مجاهدینو او ولس څخه وغوښتل چې د افغانستان د دښمنانو په تبلیغاتو او افواهاتو باور ونکړي او د امنیت په تامین کې له دولت سره همکاري وکړي او د خپل دین او وطن په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي.

همدارنګه د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه تر لیدنې وروسته د دغې فرقې د مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل ژمنه یې ورسره وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته