د هوایي ځواک د عمومي قوماندانۍ د ۴۳۲ تنه منسوبینو د سویې د تثبیت آزمون ترسره شو

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۸:۲۱
د هوایي ځواک د عمومي قوماندانۍ د ۴۳۲ تنه منسوبینو د سویې د تثبیت آزمون ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک د عمومي قوماندانۍ د منسوبینو د ظرفیت لوړولو او مسلکي کېدو په موخه، د ملي اردو له ۴۳۲ تنو منسوبینو څخه چې ۳۵ تنه یې نجونې دي، نن د پرسونل د ښوونې په چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستیالې منیره "یوسفزاده"، د هوایي ځواک د قول اردو قوماندان، د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو د رییس او د سیسټیکا قوماندانۍ او AMDC ادارې د استازو په شتون کې په انګلیسي ژبې د سویې د تثبیت آزمون واخیستل شو.

دغه منسوبین چې له دوو کلونو راهیسې د ملي دفاع وزارت په هوایي پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په زدکړو بوخت وو، د نمرو د ارزونې له تثبیت وروسته د مسلکي او ځمکني تخنیک زدکړو د ترلاسه کولو په موخه د "سلواکیا" او "اماراتو" هیوادونو بورسیو ته استول کېږي او بله برخه به یې هم په دننه هېواد کې زدکړې ترلاسه کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته