د ملي دفاع وزارت ودانيزو او ملکيتونو چارو رياست ته نوی اداري مرستیال ور وپيژندل شو
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ دلزوم دید پر بنسټ، چارو دلا ښه سمون په موخه مولوي حمدالله "منصوري" د ملي دفاع وزارت ودانيزو او ملکيتونو چارو رياست د اداري مرستيال په توګه ټاکل شوی وو، نن د يوې غونډي په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین"خویدم" له لوري رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
همداراز د یاد ریاست پرسونل او منسوبينو ته د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس له لوري د نوي اداري مرستيال د پېژندلو ترڅنګ؛ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.