د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر له ۲۱۷ عمري  قول اردو څخه لیدنه وڪړه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۹:۵۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر له ۲۱۷ عمري  قول اردو څخه لیدنه وڪړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د هيواد شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته ولاړ او هلته یې د ۲۱۷ عمري قول اردو له رهبرۍ، مسؤلینو او همدارنګه د يادې قول اردو اړوند اومې سرحدي لواء له مجاهدینو سره ولیدل.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ۲۱۷ عمري قول اردو مجاهدینو ته هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه: «چې د صف وحدت، د خپلو امیرانو اطاعت، د اسلامي نظام د استحکام او د خپلو اسلامي او ملي منافعو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ».

مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د قول اردو رهبري او مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: چې د خپل افغان ملت د هوساینې لپاره په خپل ټول توان کار وکړئ او د یادې قول اردو مسؤلینو سره یې ژمنه یې وکړه چې هڅه کوو په ټول توان سره خپل قطعات او جزوتامونه په پوره توګه اکمال کړو.

همداراز سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” ياد سفر کې د شېر خان بندر څخه د کتنې ترڅنګ د کندوز ولايت أصحاب الصفه دارالأيتام ښوونکو او زده کونکو سره هم وليدل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته