د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د افغانستان لپاره د اوکراین له نا استوګن سفیر سره تعارفي لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اوکراین له نا استوګن سفیر سره د خپل کار په دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، ښاغلي "سرواتوک" د افغانستان او اوکراین د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو له لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
سترجنرال اسدالله خالد د افغانستان پر وړاندې د اوکراین هېواد له حسن نیت څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه همکارۍ ګټورې او مهم وبللې.