د ملي دفاع وزارت د لوژستیک نوی عمومي قوماندان معرفي شو

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، د ملي دفاع وزارت د تأمیناتو او لوژستیکي چارو د ښه سمون او لا زیاتې روڼتیا په موخه، برید جنرال عبدالروف "صافی"د تورنجنرالۍ په بست کې د لوژستیک عمومي قوماندان او ډګروال عبدالله "فقیر زاده" د برید جنرالۍ په بست کې د لوژستیک او تخنیک ریاست د لومړي مرستیال په توګه معرفي شول.
په مادي او تخنیکي چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال عبدالله "رقیبي"، په نظام کې تغیر او تبدیل یو مهم اصل وباله او زیاته یې کړه چې دغو کسانو خپل مسوولیتونه په خورا صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي دي.
جنرال "صافي" او ډګروال "فقیر زاده" په خپلو تازه کاري چارو کې د ريښتینولۍ او ژمنتیا په موخه د ملي دفاع وزارت مشرتابه او خلکو ته ډاډ ورکړ.