د ملي دفاع سرپرست وزیر د ځانګړو ځواکونو د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۰:۳۷
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ځانګړو ځواکونو د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

يوه ورځ مخکې د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ تنه مجاهدین له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د یولړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" حفظه الله او د یاد وزارت ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون وکړ.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" حفظه الله پخپله وینا کې وویل: ستاسو دغه ستړیاوې او تکلیفونه د یو لوی مقصد لپاره دی هغه دا چې د ګران هیواد په پاکه خاوره شرعي نظام نافذ کړو او داسلامي نظام په وړاندې چې هرڅوک بغاوت کوي تاسو به یې مقابله کوئ، او ولس ته وایم چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او موږ هېچاته اجازه نه ورکوو چې ستاسو خوشحالي درڅخه واخلي ترڅو چې ژوندي یو د ولس ساتنه به کوو.

همدا راز د ځانګړو ځواکونو مرستیال قوماندان مولوي مختار احمد "عمري" له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکي کې به تردې هم پیاوړی او قوي ځواک د اسلامي نظام او د هیواد د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره وروزو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته