د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشیر ولایت له نویو جذب شویو سرتیرو سره د جګړیزو ګډو زده کړو په قوماندانۍ کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې له هغو سربازانو سره وکتل چې په دې وروستیو کې له پنجشیر ولایت څخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر له دغو سرتېرو سره په کتنه کې وویل؛ ا.ا.ا د ټولو ګډ کور دی، د نظام دښمنان غواړي د قوم او مذهب په نوم زموږ وحدت له منځه یوسي.
د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، ستاسو ځوانانو د قوي ارادې او اسلامي انګېزې پر وړاندې به د زموږ دښمنان هېڅکله بریالي نه شي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ښوونیز بهیر د ارزونې په ترڅ کې، د سرتېرو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.