د ملي دفاع سرپرست وزیر بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له علماوو او مخورو سره ولېدل

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۶:۴۳
د ملي دفاع سرپرست وزیر بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له علماوو او مخورو سره ولېدل

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له علماو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل.

د باميانو ولايت مخورو دغه ولايت ته د ملي دفاع د سرپرست وزير د سفر هرکلى وکړ؛ دوی دغه سفر د ملت او دولت تر منځ د باور فضا رامنځته کولو په موخه یو نیک فال وباله او له اسلامي امارت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د بامیان ولایت د شریفو خلکو له بشپړ ملاتړ او مېلمه پالنې څخه قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی وړاندیزونه او ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت سرپرست د هغو دفاعي منسوبینو او مسوولینو سره هم وکتل، چې د لویو لارو امنیت د ټېنګښت له پاره پر دندو بوخت دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۲۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قوماندان الحاج دوکتور محمدطاهر "احرار" یې ملتیا کوله د ستر درستیر د روغتیایي چارو قوماندانۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مرستیالانو ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز پوځي مرکز څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین د درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۲۱:۰
Background image

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۲۰۰) تنه مجاهدین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتیرو بنسټیزو زده کړو له ښوونځي (۱۲۰۰) تنه مجاهدین له درې نیم میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو. . .

بېرته خبرونه ته