د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په کابل کې د فدراتیف روسې له سفیر سره ولیدل
د ملي دفاع سر پرست وزیر ستر جنرال اسدالله خالد نن له غرمې مخکې د روسې فدراتیف سفیر محترم "دیمیتري زیرنوف", په کابل کې د دې هېواد د نظامي اتشو له مرستیال سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه اوکتنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو تروریزم سره په مبارزې, دوه اړخیزه همکارۍ بحث او خبرې وکړې.
په یاده لیدنه کې په سرحدي همکاریو هم بحث او خبرې وشوي.