د مفتشینو له بنسټیز کورس څخه ۲۵ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د سر مفتشیت ریاست د مفتشینو بنسټیز کورس له درېیمې دورې څخه د مرکزي او ساحوي قطعاتو ۲۵ تنه مجاهدین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغه مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت"، د ملي دفاع وزارت سر مفتش مفتي لطف الله "حکیمي"،او د یاد وزارت ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود.
د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" یاد فارغان خپلو دندو ته متوجې کړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي.
همدا راز سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي" په خپله وینا کې فارغانو ته د تفتیش په برخه کې د ځیرکتیا او ښې پلټنې هدایت وکړ، ترڅو اداره په ښه ډول پرمختګ وکړي.