د غزني ولایت د ځانمرګي برید د پیښې ټپیانو سره د ملي دفاع وزارت بیړنۍ مرستې
د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لارښوونې سره سم د ملي اردو ځواکونه او د ملي اردو ډاکتران د یادې پیښې ټپیانو سره د مرستې په موخه سیمې ته استول شوي، ټپیان د چورلکو په واسطه روغتونونو ته وړل شوي او د درملني لاندې نیول شوي دي.
د ملي اردو زړور منسوبین او داکټران د خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټه اخیستو سره د ټپیانو در ملنه کړې او د هغوي د لیږدولو په برخه کې خپلې مرستې تر سره کړي او همدا راز د یادو ټپیانو لپاره یې وینه هم ورکړې ده.