د ستردرستیز لومړي مرستیال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۲۲:۴۴
د ستردرستیز لومړي مرستیال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د وسلوال پوځ ستردرستيز لومړي مرستیال حاجي مالي خان"صدیق" د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې له جوړېدونکو  پوستو څخه لیدنه وکړه.

 د ستر درستیز لومړي مرستیال له جوړيدونکو پوستو څخه د ليدنې پرمهال د پوستو جوړولو د قراردادي شرکت مسٶولينو، انجينرانو او کارکوونکو ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز د ستردرستیز لومړي مرستيال هلته ميشتو مسؤولينو او مجاهدينو سره هم له نږدې وليدل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ سربېره يې ورسره د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۲۰:۳۵
Background image

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت اړوندو د حمایې او امنیت د ټینګښت لواء د مسؤلینو په هڅو سره د یاد وزارت شمالي دروازه (خالد قرول) چې په نوې بڼه جوړه شوې وه نن د یاد وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د یو سفر په ترڅ کې د لویدیځ زون ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لیدنه وکړه.

له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ یې د دې قول اردو د ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۱۲
Background image

د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د لویدیځ زون فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له نهمې سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو سره یې خبرې وکړې.

. . .

بېرته خبرونه ته