د برید جنرال عبدالودود نجرابي د جنازې مراسم د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ترسره شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۱۹:۱۱
د برید جنرال عبدالودود نجرابي د جنازې مراسم د سردار محمد داوود خان په روغتون کې ترسره شول

د برید جنرال عبدالودود نجرابي د جنازې مراسم د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل، د ملي دفاع وزارت د جنرالانو او افسرانو په ګډون سره ترسره شو او د شهید جنرال نجرابي له مبارزو او سرښیندنو یې په نیکۍ سره یادونه وکړه.

د ملي امنیت شورا سلاکار د جنرال نجرابي له اتلولیو ستاینه وکړه او وې ویل: د حکومت مشرتابه او د افغانستان خلک به هیڅکله د هېواد او خلکو څخه د دفاع په لار کې ددغه جنرال سرښیندنې هېرې نکړي.

جنرال نجرابي پرون د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ د چهار توت په سیمه کې واټ ته څېرمه د یوه ماین د چاودنې په پایله کې په شهادت ورسید.

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د برید جنرال عبدالودود نجرابي د شهادت په تړاو د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب د نوموړي محترمې کورنۍ، د ملي اردو منسوبینو او د افغانستان خلکو ته څرګندوي او د خدای ج له درباره شهید نجرابي ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هیله کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته