دملي دفاع وزارت سرپرست د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۷:۲۴
دملي دفاع وزارت سرپرست د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

نن د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله “محمدي”بلخ ولایت ته د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه سفر وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ۲۰۹ شاهین قول اردو، کې د بلخ له والي محمد فرهاد “عظیمی” د قول اردو قوماندان تورن جنرال خان الله “ شجاع” او ددغه ولایت له نظامي شورا مسولینو سره د بلخ ولایت امنیتي وضعیت په تړاو بحث او خبرې وکړې.

ددغه سفر په ترڅ کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي محمدي د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل او امنیتي مسولینو ته یې لازم هدایت ورکړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۹ شاهین قول اردو کې بېلابېلو ناستو کې د سرتېرو، برېدملانو او افسران د سرښندنو او اتلولیو د دوی له لاسته راوړنو او د ښمنانو پروړاندې د مبارزې په برخه کې د بلخ خلکو ته د امنیت په راوستو کې له کوښښونو یې تقدیر وکړ او هغوی ته یې د ستونزو رسیدو په برخه کې ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته