خبرتیا د ۱۳۹۷ کال د مرغومي( جدي) میاشتې ۲۳ نیټه
خبرتیا
دملي اردو دشهیدانو او معلولینو درنو کورنیو ته خبر ورکول کیږي چې دهیواد خصوصي یو شمیر پوهنتونونه د ملی اردو د شهیدانو او معلولینونو اولادونه چې د عالي تحصیلاتود زده کړې وړ وي د ۱۳۹۸ کال لپاره په وړیا توګه مني.
د شهیدانو او معلولینو قدرمنې کورنۍ کولای شي چې د نوم لیکنې لپاره په مرکز کې ځانګړي کمیسیون ته د ستر درستیز د کادر او پرسونل ریاست ته او په ولایتونو کې د ملي اردو دجلب او جذب په قوماندانیو کې د شهیدانو او معلولینو نماینده ته ورشي .
د لاډیرو معلوماتو لپاره په ۰۲۰۲۶۳۲۱۴۷ شمیرو سره اړیکه ټينګه کړي.