امریکا دفاعي امنیتي او هوايي ځواک ملاتړ ته دوام ورکوي
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله"محمدي " په افغانستان کې د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قوماندان جنرال کنت مېکنزي سره وکتل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ ټینګار وکړ چې امریکا د افغان ځواکونو او هوايي ځواک سره خپلې مرستې او همکارۍ جاري ساتي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د امریکا متحده ایالاتونو دافغان دفاعي، امنیتي او هوايي ځواکونو سره د همکارۍ او ملاتړ څځه مننه وکړه وويل، امریکا په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو اود هوايي قواوو سره همکاري او ترهګرو پروړاندې د مبارزې په برخه کې خورا مهمه ده.