د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول

s.mohmand

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو دکشف او استخباراتو منسوبینو د اوپراتیفي راپورونو پر بنسټ د کابل ولایت ۱۰مې حوزې اړوند، فتح الله قلعه ۷م سړک سیمه کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

په دغو وسلو او مهماتو کې ۶ میله مختلف النوع کلاشینکوفونه له ۱۸ عدده شاژورونو او ۵۴۳ فیره مرمی، ۳ قبضې تفنګچې له یو عدد شاژور او قاش سره او دوه تختې د زرهي قابونه شامل دي.

يادې وسلې او مهمات د کشفي منسوبینو په هلوځلو ترلاسه شوي؛  يادو مهماتو سره یو تن مظنون هم نیول شوی چې ډېر ژر به اړوند مرجع ته وسپارل شي.