د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د اسلحې او تخنیک ریاست د ۸۳ تنه منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت د اسلحې او تخنیک ریاست د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سيمينار څخه د قول اردوګانو او لواګانو د اسلحې او تخنیک ۸۳ تنه مدیران او آمرین نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” په حضور کې یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د ملي دفاع سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" فارغانو ته په خپلو خبرو کې وویل: چې خپلو مسؤولیتونو ته متوجې شئ، تاسو د خدای او ولس دواړو په وړاندې مسؤول یاست، تاسو د بیت المال د میلیونو افغانیو په ارزښت د وسایلو او اسلحو ساتونکي یاستئ.
همدارنګه فارغانو د مسؤولینو توصیو او لارښونو ته لبیک ووایه، او زیاته يې کړه چې په خپل ټول توان سره به خپل مسؤولیتونه سرته رسوي، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.