د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت دويم مرستیال او سرحداتو عمومي مسؤل الحاج ملا عبدالقيوم" ذاکر" په داسې حال کې چې د ۲۱۷ عمري قول اردو درستیزوال او یادې قول اردو د دیارلسمې سرحدی لواء قوماندان او یوشمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د کندز او تخار ولايت سرحدي پوستو څخه یې لیدنه وکړه.
الحاج ملا عبدالقیوم "ذاکر" د کندز ولایت د قلعه زال، امام صاحب او کلباد او د تخار ولايت خواجه غار، دشت قلعه، درقد ينګي قلعه او د چاه آب ولسوالیو سرحدي سیمو کې د یادو پوستو له مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې له نږدې واورېدې او د یادو ستونزو د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.