د کندهار د هوایي ځواک لواء لپاره نوی قوماندان معرفي شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین "حفظه الله" د فرمان په اساس، چې ملا محمد عیسی"یاسین" د کندهار د هوایي ځواک د لواء د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، نن د هوایي ځواکونو او هوایي مدافعې عمومي قوماندانۍ د قوماندان له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
د کندهار د هوایي ځواک د لواء نوي قوماندان ملا محمد عیسی "یاسین" د معرفت په غونډه کې وویل: دا چې موږ د مشرانو په هدایت دلته ستاسې د خدمت لپاره را استول شوې یو، نو موږ به پوره هڅه وکړو، چې ستاسې چارې په پوره امانت او اخلاص مخته یوسو او ستاسې څخه مو غوښتنه ده، چې زموږ سره پوره همکاري وکړئ.
په دغه غونډه کې د یادې لواء مخکني سرپرست حافظ راز محمد "ذوالفقار" د لواء له پرسونل څخه مننه وکړه او نوي قوماندان ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.