د ملي دفاع وزارت د تامیناتو، تکنالوژي او لوژستیک معنیت کې د ظرفیت لوړولو سیمینار تر سره شو
د تامیناتو، تکنالوژي او لوژستیک په معنیت کې د ملي اسلامي اردو ۴۰ تنه منسوبینو لپاره د ظرفیت لوړولو ۱۰ ورځنی سیمینار د ملي دفاع وزارت په تالار کې تر سره شو.
د سیمنار په دغه موده کې ګډون کوونکو د ملي اسلامي اردو په لیکو کې د مالي چارو، د بودیجې اهداف، اصلاحات، تخصیص، د عاجلې محاسبې او خریدارۍ او نورو مسایلو سره اشنا شول.