د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو  هڅه ده چې د هېچا په ګټه نه ده

web_admin

د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر  وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو  هڅه ده چې د هېچا په ګټه نه ده.

د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرگندونې وکړي.

د ا.ا.ا. د ملي دفاع وزارت په ډاگه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي.

د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي.