د ۲۰۳ منصوري قول اردو په لومړۍ پلې لوآ کې ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لوا له ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنو بیلابیلو عقیدوي، مسلکي او نظامي زده کړو څخه تیره ورځ د یولړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د اسلامي امارت مسؤلینو په د دغو مراسمو کې یادو فارغانو ته ارزښتناکې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې تاسې د یو اسلامي او شرعي نظام د ساتنې او پایښت لپاره روزل شوي یاست، له خپل هیواد او سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړئ او د خپلو هیوادوالو خدمت په اخلاص او صداقت سره وکړئ.
همدا راز نویو فارغ شویو منسوبینو د نظامي زده کړو عملي نمایشات او مانورونه هم اجراء کړل او ډاډ یې ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې د ولس خدمت ته چمتو دي.
په پای کې یادو فارغانو ته د مسؤلینو په لاسونو بری لیکونه هم ورکړل شول.