د انداراب او خاواک کوتل د جوړولو چارې پای ته ورسېدې

web_admin

د ۲۱۷ عمري قول اردو د رهبرۍ په هدایت د بغلان ولایت اندراب اوخاواک کوتل مواصلاتي لار د یادې قول اردو دريمې لواء انجينري ټيم له لوري د جوړولو چارې پای ته ورسېدې. 

دا په داسې حال کې چې د سالنګ تونل د جوړولو چارې شروع شوي دي بدیله لار یې د خاواک کوتل او شیبر لاره ده چې خاواک کوتل لارې د مسافرو لپاره یو شمېر ستونزې جوړې کړې وې؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د رهبرۍ په لارښونه یاد کوتل د دريمې پلې حضرت زید ابن حارثه (ض) لواء انجینري ټیم له لوري د جوړولو چارې پيل شوی وي پای ته ورسېدې.

دغه سړک چې د پنجشېر او بغلان ولايت سره يوځای کوي د ۴۰ کيلو متره اندازې په اوږدوالي د ترميم او جوړونې چارې یې چې څه موده مخکې پيل شوی وي کاري چارې يې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.