د ستر درستیز اوپراسیون ریاست د پنځه ورځني سیمینار څخه ۲۱ تنه مجاهدین فارغ شول.

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د اپراسیون ریاست له لوري د سیمیزو قول اردوګانو قطعاتو او جزوتامونو ۲۱ تنه مجاهدین د ارتقاء او ظرفیت لوړولو په موخه له پنځه ورځني سیمینار څخه فارغ شول. 

دغه سیمینار کې د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" ګڼ شمېر مسؤلینو او د یاد ریاست منسوبینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مولوي بازمحمد "حميدي" پخپله وینا کې یاد مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې د یو نظام د بقا لپاره دوه شیان ضرور دي، یو د خپلو مشرانو اطاعت او بل اخلاص، همدا راز کومې زده کړې چې تاسو تر سره کړې، نورو ملګرو ته یې ورسوئ، څومره چې ستاسو ارتقاء او ظرفیت لوړیږي، په همغه اندازه مو کارونه پیاوړي کيږي، خپل کارونه په منظم شکل د اصولو مطابق پرمخ یوسئ.

همدا راز یادو مجاهدینو خپلې ستونزې او مشکلات وړاندې کړل او مسؤلینو ورته د حل کولو ډاډ ورکړ، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پانې هم ورکړل شوې.