په ځانګړي ځواک کې د شاملېدو لپاره له ۵۰۰ تنه مجاهدینو څخه آزموینه واخیستل شوه
د ملي دفاع وزارت اړوند په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې د ځانګړي ځواک د شاملېدو لپاره له ۵۰۰ تنه مجاهدینو څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه په پوره شفافیت سره د ځانګړو ځواکونو درستیزوال مولوي محمد اسمعیل "مصطفی" او ورسره مل پلاوي په حضور کې تر سره شوه.
په یاده ازموینه کې به بریالي کسان له شرایطو پوره کولو وروسته د ملي دفاع وزارت د ځانګړي ځواک په لیکو کې د روزنې لپاره داخل شي.