د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۴ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۵۴ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي ( دلوژستیک عالي کورس) له دری میاشتنیو  مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو، مسؤلینو د اعداد په اهمیت هر اړخیزې ویناوې وکړې؛او له یادو مجاهدینو یې وغوښتل چې د ترلاسه شویو زده کړو څخه د اسلامي نظام او ولسونو د خدمت لپاره بشپړه ګټه پورته کړي.

همدا راز فارغ شویو مجاهدینو ژمنه وکړه چی د اسلامي نظام او هیوادوالو لپاره په هر ډول شرایطو کې خدمت ته چمتو دي، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق نامې هم ورکړل شوې.